آئي ايس پي آر وئيلي چې د خېبرپښتونخوا قبائلي ضلع خيبر په وادي تيراه کښې د سيکورټي فورسز اوترهه ګرو ترمينځ د ډزو په تبادله کښې سخت ژوبل شوې د پاک فوج ليفټيننټ عزير محمود ملک شهيد شويدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د ليفټيننټ عزير محمود علاج د پيښور سي ايم ايچ کښې جاري وو او نن هغۀ ساه ورکړې ده ۔
د شهيد ليفټننټ عزير محمود ملک جنازې مونځ پيښور ګيريژن کښې ادا شوې ۔
جنازه کښې د پيښور کور کمانډر پشمول د پاک فوج افسرانو ، ځوانانو او ګنړ شمير کښې عام خلقو هم شرکت کړيدې ۔
آئي ايس پي آر مطابق د ليفټيننټ عزير محمود شهيد عمر څليريشت کاله وو اودهغه تعلق د پنجاب ضلع اټک سره وو۔
ديادوني وړ ده چې د اګست په نهمه نيټه وادي تيراه کښې د سيکورټي فورسز او ترهه ګروترمينځ په درې مقامات باندې د ډزو تبادله شوې وه ۔
د سيکيورټي فورسز موثره کاروائۍ دوران څلور ترهه ګر هم وژلي شوي وو۔
د ډزو شديد تبادله کښې د پاک فوج درې بهادر ځوانان شهيدان شوي وو ۔