د آئل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي يعنې اوګرا لخوا جاري شوې نوټيفکيشن ترمخه يکم اکتوبر نه د ايل پي جي کورني سلنډر قيمت کښې شپږ اتيا روپې اته ويشت پيسې اضافه شوېده ۔
نوټي فکيشن ترمخه دغې اضافې نه پس د ايل پي جي في کلو نرخ اووه روپې يو ديرش پيسې سيوا شوېدې ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې د ايل پي جي في کلو قيمت دوه سوه يو پنځوس روپې ديرش پيسې مقرر کړې شوېدې ۔
د ايل پي جي کورني سلينډر نرخ دوه زره نهه سوه پينځه شپيته روپې اته ديرش پيسې ته راسېدلې دې ۔