د خيبرپښتونخواه صوبائې اسمبلۍ انتخاباتو کښې د تحريک انصاف حمايت يافته اميدوارانو ميدان ګټلې، صوبه کښې تر دې دمه سرکاري نتيجو کښي آزاد اميدوارانو کلين سويپ کړېدي، سرکاري اعداد و شمار مطابق تردې د څلور شپيته صوبائي سيټونو نتيجه مکمل شويده چې پکښې شپږپنځوست آزاد اميدواران بريالي شويدي، مسلم ليګ ن څلور او جے يو آئي دوه، پيپلزپارټې او جماعت اسلامي يو، يو سيټ ګټلي، تيمور سليم جهګړا، کامران بنګش او سردار حسين بابک خپل سيټونه ګټلو کښې ناکام شويدي، اليکشن کميشن خيبرپښتونخواه کښې د قامي اسمبلې د پنځويشت سيټونو نتيجه اعلان کړې، دريويشت سيټونه آزاد اميدوارانو ګټلي دي، مسلم ليګ ن او جے يو آئي يو، يو سيټ ګټلې دې.
د خيبرپښتونخواه په يوسل ديارلس صوبائي نشستونو باندې انتخابات شويدي، تردې اليکشن کميشن صرف د څلور شپيتۀ سيټونو نتيجې اعلان کړيدي، چې پکښې په شپږپنځوست سيټونو آزاد اميدواران بريالي شويدي، آزاد اميدوارانو ته د تحريک انصاف مرسته ترلاسه ده
اليکشن کميشن مطابق خيبرپښتونخواه کښې مسلم ليګ ن څلور او جے يو آئي دوه، جماعت اسلامي او پيپلز پارټې يو سيټ ګټلي دي، تيمور سليم جهګړا، کامران بنګش او سردار حسين بابک خپل سيټونه ګټلو کښې ناکام شويدي،
اليکشن کميشن خيبرپښتونخواه کښې د قامي اسمبلې د پنځويشت سيټونو نتيجه اعلان کړې، چې پکښې دريويشت سيټونه آزاد اميدوارانو ګټلي دي، مسلم ليګ ن او جے يو آئي يو، يو سيټ ګټلې
قامي اسمبلې حلقه اين تهري باندې آزاد اميدوار سليم الرحمان يو اتيا زره،څلور سوه، يوؤلس ووټونو سره ميدان وړې دې، حلقه اين اے پنځويشتم باندې آزاد اميدوار فضل محمد خان يولاک، اته سوه ووټ اخيستې او کامياب شوې، د اے اين پي ايمل ولي خان اووه شپيته زره، اته سوه ووټونو سره په دوئم نمبر راغلې دې
اين اے اولسم باندې آزاد اميدواران علي جدون اووه نوي زره ووټونو سره ميدان ګټلې دې، ، اين اے ديرشم پيښور باندې آزاد اميدواره شاندانه ګلزار اته اويا زره نه سيوا ووټ اخيستې او ميدان ئې ګټلې