لکي مروت کې امن و امان خراب صورت حال خلاف ده سيمې اولس احتجاج کړې او لاري اډه کې ئې بنو ميانوالي سرک هر قسمه ټريفک له پاره بند کړې وو
احتجاج قيادت سماجي شخصيت نصير تراب کولو، احتجاج کې مقامي ايم پي اې جوهر محمد خان، مروت قامي جرګې مشرانو، سياسي و سماجي شخصياتو، طلبه تنظيمونو، مختلف تحريکونو او د جوند هرې طبقې نه تعلق لرونکو په زرونو تعداد کې ګډون کړے ،
مظاهرچيانو په لاسونوکې سپينې جهنډې اخستې وې او امن حوالې سره ئې سخته نعرې بازي کوله، مقررينو وينه وه چې امن راوستل د رياست ذمه داري ده، مونګ هر ټوپک مار خلاف يو که هغه پاک فوج ځوانان وي او که طالب په شکل کې وي،
احتجاج نه پس مشترکه اعلاميه کې دوئۍ غوښتنه کړي چې لکي مروت کې د پاک فوج آپريشن دوران چې سومره زيان شوې دې،د هغي دې په فوري توګه ازاله اوکړے شي،