عام ټاکنو لپاره انتخابي مهم وخت ختميدو نه پس انتخابي سامان ترسيل شروع شوي ، د ملک ټولو کښې غټي صوبي پنجاب مختلف سيمو کښي په مجموعي توګه پنځوس زره نهه سوه څلور څلويښت پولنګ سټيشنز جوړ کړي شوي.
اليکشن کميشن لخوا عام ټاکنو لپاره انتخابي سامان ترسيل کار شروع شوي ، لاهور کښې صوبائي اليکشن کمشنر اعجاز انور چوهان د ټاکنو مټيريل ترسيل جائزه واخيسته او ميډيا ته ئي بريفنګ ورکړو صوبائي اليکشن کمشنر اوئيل چي عام ټاکنو لپاره ټول انتظامات مکمل دي ، د پولنګ سامان ترسيل کار به نن مکمل شي او پولنګ سره سره سيکورټي لپاره هم کوټلي انتظامات کړي شوي عام ټاکنو لپاره د ملک ټولو کښې غټي صوبي پنجاب قامي اسمبلي يو سل يو څلويښت او صوبائي اسمبلي دوه سوه اوو نوي نشستونو لپاره په مجموعي توګه پنځوس زره نهه سوه څلور څلويښت پولنګ سټيشن جوړ کړي شوي
اليکشن کميشن لخوا ميډيا لپاره ضابطه اخلاق هم جاري کړي شوي چي پکښې پولنګ ډے باندي سروے کول او پولنګ ختميدو نه پس فوري نتائج اعلان کولو باندي بنديز لګولي شوي