د پولیسو وينا ترمخه د کرمې ضلعې په مختلفو سیمو بوشهره ،مالي خیل، بالش خیل او خار کلي او پیواړ تري منګل کښې د دوؤ قبیلو ترمينځ د زمکې شخړه په شپږمه ورځ هم جاري ده
دواړه ډلو لخوا د درنې وسلې او د راکټو استعمال هم شويدې
کرم پوليس وائي چې دا محال مورچې د فريقين نه خالي کړے شوي او دغه مورچو کښې د پاک فوج ځوانان او پوليس اهلکار تعنيات کړے شويدي
د دي جهګړے په وجه پاړه چنار او صده بازار هم بند شوې،دغه شان مين شاهراه ، سکولونه او دفترونه هم بند پراته دي
کرمه انښته کښې تردې دمه دواړو فريقينو نه اته تنه نور مړه شويدي، په مجموعي توګه اوسه پورې دې جهګړه کښې څلور څلويښت کسان مړه شوي، اويوسل شپږ اوويا پورې کسان ژوبل شويدي
بلخوا سيمه کښې ډز بندۍ لپاره د مختلفو مشرانوکوششونه هم جاري دي
د ضلع کرم ډپټي کمشنر جاويد محسود وئيلي چې بوشهره علاقه کښې مکمل جنګ بندي ده،نوروعلاقو کښې د فريقينو ترمينځ جهګړه بندولو لپاره انتظاميه،سيکيورټي فورسز او امن جرګه کوششونه کوي
ډي سي مطابق انښتو کښې تردې دمه څلور څلويښت کسان پحق رسيدلي او يو سل شپږ اوويا کسان ژوبل شويدي