د کرمې ضلعي انتظاميې وئيلي دي چې کرمه کښې ډپټي کمشنر جاويد الله محسود باندې ډزو کښې ککړ درې ترهه ګر نيولي شوي او د نورو نامزد ملزمانو نيولو لپاره کوششونه جاري دي ۔
ضلعي انتظاميې مطابق د صوبائي حکومت په وينا امن لوظنامې باندې دستخط نۀ کونکي درې مشران هم نيولي شوي چې پکښې سید رحمان، سیف اللہ اور کریم خان شامل دي ۔
دوي مخکښې وئيلي چې د صوبائي حکومت او اپيکشن کميټۍ په ټولو فيصلو به عمل درآمد يقيني کولې شي او چې څوک هم پارا چنا پريس کلب نه بهر ناست دي او دهرنا ئې شروع کړې ،هغوي ټولو خلاف به هم ايف آئي آر درج کولې شي ۔
ضلعي انتظاميې مخکښې وئيلي چې د ګاډو کوم تګ راتج بګن يا نورو علاقو ته کيږي هغه به هم په هر صورت يويني کولې شي او دې کښې به د خنډ اچولو اجازت هيچا نۀ وي ۔