د خېبر پختونخوا داخله محکمې وئيلي دي چې تيره ورځ د طورخم د لارې درې زره درې څلويښت غير قانوني ميشته افغان کډوال واپس وطن ته ليږلې شوي، واپس تلونکو کسانو کښې اوو سوه دويشت نرينا، اوو سوه زنانه او څوارلس سوه دوه اوويه ماشومان شامل دي،بلخوا خېبر پختونخوا حکومت د غير قانوني ميشته افغان کډوالو ډيټا راجمع کړې، د صوبې لوئې ښارونو کښې دويشت زره درې سوه اوو څلويښت غير قانوني ميشته افغانانو نشاندهي کړې شوې.
رپورټ مطابق تيره ورځ د طورخم د لارې درې زره درې څلويښت غير قانوني ميشته افغان کډوال واپس وطن ته ليږلې شويدي، واپس تلونکو کسانو کښې اوو سوه دويشت نرينا، اوو سوه زنانه او څوارلس سوه دوه اوويه ماشومان شامل دي، يوسل نهه څلويښت غير قانوني افغانان شړلي شوي هم دي
رپورټ کښې وائي چې تر دې دمه شپاړس زره پينځه سوه ديرش خاندانونو باندې مشتعمل دوه لکه شپږ زره اتلس غير قانوني افغان کډوال وطن ته تلي دي، په طورخم پوله د انخلا رش کښې کمې وروستو به د نيولو عمل شروع کړې شي
بلخوا خېبر پختونخوا حکومت د غير قانوني ميشته افغان کډوالو ډيټا راجمع کړېده، د صوبې لوئې ښارونو کښې دويشت زره درې سوه اوو څلويښت غير قانوني ميشته افغانانو نشاندهي کړې شوېده
دستاويز مطابق پېښور کښې اوولس زره اته سوه دوه ديرش غير قانوني ميشته افغانانو نشاندهي کړې شوېده، خېبر کښې پينځلس سوه درې ويشت، کوهاټ کښې دولس سوه اتويشت، لوئر وزيرستان کښې شپږ سوه اوو افغانانو نشاندهي کړې شوېده
داخله محکمه وائي چې بټګرام، ټانک، تورغر، کوهسټان، صوابي، وزيرستان، مانسهره نه ډيټا راجمع کولې شي.