دخيبر پښتونخوا دټيچنګ هسپتالونو ډاکټرانو خپلو غوښتنو لپاره نن په دريمه ورځ هم خپل احتجاج جاري ساتلے دے احتجاج کښي ټريني ډاکټرانو او ميډيکل هاؤس افسرانو شرکت کړے وو۔
د پراونشل ډاکټرز ايسوسي ايشن مشرانو وئيلي دي چې تر څو پورې دډاکټرانو په تنخواګانو کښي دموجوده ګرانۍ تر مخه اضافه نه وي شوې او نوټيفيکيشن نه وي جاري کړے شوے تر هغه وخته پورې به دهغوئي احتجاج جاري وي۔
مظاهرچيانو دحکومت خلاف سخته نعره بازي هم وکړه او وي وئيل چې دډاکټرانو ترقيانې دي دپي ايم ډي سي دقانون تر مخه وکړے شي او په ايم ټي ائيز هسپتالونو کښي دي دسول سرونټس ډاکټرانو سيټونه هم بحال کړے شي۔