د خېبرپښتونخوا کابينې اجلاس د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې په اتلسم ستمبر راغوښتلے شوې چې پکښې به پنځه ديرش نکاتي ايجنډې باندې غور کولې شي ۔
ايجنډا کښې د سول سرونټ ايکټ کښې تراميم،د سيلاب نه متاثره روډونو بحالي هم شامله ده ۔
پنځه ديرش نکاتي ايجنډا کښې د سرائے نورنګ او د ترکي ښار بيګسيلار غبرګ ښارونه جوړولو قرارداد منظوري به هم د کابينې اجلاس نه اخستے شي ۔
دې نه علاوه ايجنډا کښې سانحه نوتهيه بازار متاثرينو ته پيکج، چيئرپرسن انوائرانمنټل پروټيکشن ټرمينل تعيناتي هم شامله ده ۔
دغه رنګ د پنځه ديرش نکاتي ايجنډې په اړه وئيلي شوي چې د زکواه عشرکونسل جوړول او د سي اي او کے پي آئل اينډ ګيس تعيناتي به هم د کابينې اجلاس کښې ورکولې شي ۔