د وزيراعلی خېبر پښتونخوا علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې شوې د کابيڼي غونډه کښې وزيران،مشيران،معاونين خصوصي، چيف سيکرټري،آئي جي پي، ايډيشنل چيف سيکرټري او انتظاميې سيکرټريز شرکت کړېدې ۔
خېبرپښتونخوا کابينې د صوبائي پوليس اختياراتو کښې د کمي فيصله کړې،پوليس ايکټ دوه زره اوولسم ايکټ کښې تراميم منظور شوي، چې ترمخه ئې آئي جي پي د صوبائي محکمه داخله ماتحت کړې شوېدې ۔
دې لړ کښې به وفاقي وزير داخله صوبائي داخله محکمې سره رابطه کوي، ترميم مطابق د صوبائي پوليس اعلیٰ افسرانو تبادلې او تعيناتۍ به هم د کارکردګۍ په بنياد کولې شي،د ډي آئي جيز او آر پي اوز تعيناتۍ اختيار وزيراعلیٰ ته سپارلې شويدې ۔
په دې موقعه کابينې د خېبر پښتونخوا پوليس ايکټ دوه زره اوولسم کښې تراميم په متفقه توګه منظور کړيدې ، کوم بنيادي مقصد پوليس صلاحيتونه مضبوطول،عوام او د پوليسو ترمينځ تعلقات،په صوبه کښې موثر قانون نافذ کول اوپه موجوده قانون سازۍ کښې ولاړ خنډان لري کول دي ۔
کابينه کښې د جيل اصلاحاتو په اړه هم منظوري ورکړے شوي،اجلاس کښې د صوابۍ سب جيل زيرتعمير بلډنګ لپاره څلور سوه پنځه نوي ملينه روپو منظوري هم ورکړې شويده ۔
دې نه علاوه په جيل کښې قيديانولپاره د خوراک مقدار زياتولوفيصله هم شوېده ۔
دغه رنګ کابيني د ضم اضلاع لپاره د ملک په پنځه ويشت ميډيکل او ډينټل کالجونو کښې مختص درې سوه دري ديرش کوټه سيټونو تقسيم کار پاليسۍ منظوري هم ورکړيده ۔
کابينې د بي آرټي منصوبو تکميل لپاره فنډ جاري کولو فيصله کړې،دي سره سره کابيني د خېبر پښتونخوا زکوات او عشرکونسل چيئرمين او اراکين تقررۍ منظوري هم ورکړيده ۔