د وزيراعلي خيبرپختونخوا علي امين ګنډا پور باني پي ټي آئي سره ملاقات شوي، ملاقات دوران صوبائي حکومت، د پارټۍ معاملات او نور مهم چارو باندي خبري اتري شويدي، د ملاقات نه وړاندي علي امين ګنډا پور ميډيا ته وئيلي وو چي د باني پي ټي آئي تحفظات جائز دي، مونږ به د خپل حقوق لپاره پرامن احتجاج کوو، وائي که چري باني پي ټي ائي بهوک هړتال شروع کړو، نو دا هړتال به د ټول پاکستان وي
وزيراعلي خيبرپختونخوا علي امين ګنداپور اډياله جيل کښې د باني پي ټي آئي سره ملاقات کړے، ملاقات دوران د پارټۍ او صوبائي حکومت پشمول مختلف امور باندي خبري اتري شويدي، دا ملاقات د جيل په کانفرنس روم کښې شويدے، کوم چي څه دپاسه يو ګهنټه جاري وو،
د ملاقات نه وړاندي علي امين ګنډاپور ميډيا ته وئيلي وو چي د باني پي ټي آئي تحفظات بالکل صحيح دي، هغه ته د پارټۍ مشرانو سره ملاقات لپاره اجازت نه ورکولے کيږي،
وزيراعلي اووئيل چي زمونږ حق زمونږ نه اخستے کيږي، مونږ د آئين مطابق خپل اواز پورته کولو او پرامن احتجاج کولو حق لرو، وائي که چري باني پي ټي آئي بهوک هړتال شروع کړو، نو دا هړتال به د ټول پاکستان وي