وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې د خېبرپښتونخوا کابينې غونډه شويده ۔
غونډه کښې په اته ديرش نکاتو باندې تفصيلي غور شويدې ۔
وزيراعلیٰ د کابينې ټولو غړو ته د صوبې د مختلفو سيمو دورو کولو او د ترقياتي کارونو جاج اخستو احکامات جاري کړيدي ۔
وزيراعلیٰ وئيلي چې د اولسي خيرخيګړې منصوبو کښې به هيڅ قسمه کوتاهي نه برداشت کيږې ۔
علي امين ګنډاپور وئيلي چې په ضم ضلعو کښې به د ميرټ په بنياد بهرتياني يقيني کولې شي
صوبائي کابينې منشياتو نه پاک پيښور فيز دريم لپاره د ګرانټ منظوري هم ورکړيده ۔
صوبائي کابينې د اينيمل ويلفئير بل او لائيو سټاک بريډنګ سروسز بل اسمبلۍ کښې وړاندې کولو منظوري هم ورکړيده ۔