د پاک فوج شعبه تعلقات عامه آئى ايس پى آر لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز اولنې کاروائي په خفيه اطلاع د جنوبي وزيرستان سراروغه سيمه کښې کړې ده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن دوران سيکيورټى فورسز د ترهه ګرو ټهکانې په نښه کړي او دوه ترهه ګر وژلي شوي چې پکښې د ترهه ګرو سرغنه خان محمد عرف کهورے هم وژلې شويدې ۔
آئي ايس پي آر مطابق دغه آپريشن دوران دوه ترهه ګر نيولې شوي هم دي ، څوک چې نامعلومه ځائې ته منتقل کړې شويدي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټى فورسز دوئمه کاروائي لکى مروت کښې کړې چرته چې انټيلى جنس بيسډ آپريشن کښې شپږ ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر په بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې سيکيورټى فورسز ملک نه د ترهه ګرو او د دوي سهولت کارو خاتمي پورې به په آرام نه کيښني ۔