پيښور: د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونکې د کالعدم تنظیمونو پنځه سوه څخه زیات وګړو نومونه شیډول فور کښې اچولې شويدي، د هغوی پاسپورټونه بلاک کړې شوي او اکاونټس منجمند کولو لپاره کاروائي شروع کړې شوېده ۔
ذرائعو مطابق شیډول فور کښې شامل د صوبې د کالعدم تنظيمونو اراکينو باندې د ملک نه بهر په تلو پابندي لګولې شوې او د هغوي څارنه هم کيږي ۔
شيډول فور کښې د کالعدم تنظيمونو غړو نه علاوه د هاغه سرکاری ملازمینو نومونه هم شامل کړی شوي ،څوک چې کالعدم تنظیمونو لپاره کار کوي ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې دغه فهرست کښې د هاغه غړي هم شامل کړې شوي څوک چې د کالعدم تنظيمونو سره د هغوي هلو ځلو کښې برخه اخلي يا د هغوي سهولت کاري کوي ۔