سيکيورټي فورسز د خېبرپښتونخوا دوه مختلفو سيمو کښې کاروائي کړي، چې پکښې شل ترهه ګر وژلي شويدي، آئي ايس پي آر مطابق شمالي وزيرستان کښې خفيه اطلاع باندې کاروائۍ کښې اتۀ ترهه ګر وژلي شوي، دوئمه کاروائي دره آدم خيل کښې شوې، چې پکښې دولس ترهه ګر وژلې شويدي ۔
آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کښې کاميابه کاروائي کړېده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ دوران د ترهه ګرو ټهکانې کاميابۍ سره په نښه کړې شوي، چې پکښې اتۀ ترهه ګر وژلې شويدي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې دوئمه کاميابه کاروائي د کوهاټ په دره آدم خيل سيمه کښې شوې ده ۔
دې کاروائۍ دوران ترهه ګرو سره د ډزو شديد تبادله شوې چې پکښې دولس ترهه ګر خپل انجام ته رسولي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې دواړو علاقو کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ خاتمې لپاره سينټائزيشن آپرشن جاري دې ۔

