کرک کښې افسوسناکه پيښه رامخې ته شوې ، يو کس په کور دننه په چړې سره حمله کړې او د خپل خاندان درې کسان ئې قتل کړې او څلور نور ژوبل شويدي ۔
پوليسو ترمخه دا پيښه ملنګ بابا کالونۍ کښې رامخې ته شوې، ملزم فيضان د چړو په ګوزارونو دغه کسان وژلي او ژوبل کړيدي ۔
پوليس وئيلي چې ژوبل کسانو کښې د ملزم وراندار او وريرې شامل دي،پوليسو ملزم ګرفتار کړېدې،ملزم د آئس نشے عادي دے او دې نه مخکښې ئې يو بل ورور هم په ډزو ژوبل کړې وو ۔
پوليس وائي چې ملزم ئې آله قتل سره ګرفتار کړې ، ملزم د آئس نشې عادي وو او څه موده وړاندې د جيل نه خوشې شوے وو ، ملزم لږه موده وړاندې په خپل ورور هم ډزې کړې وې څوک چې ژوبل شوې وو ۔