پنډۍ کښې پريس بريفنګ پر مهال د يوې پښتنې په جواب کښې د پاک فوج ترجمان ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري واضحه کړې چې د نهمې مئي منصوبه جوړونکي خپل انجام ته رسولو پورې به انصاف نامکمله وي ۔
ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل که د نهمې مئي پيښې د ايجنسو کسانو کړې وې،نو انتشاري ډلې ته خوشحاليدل پکار دي، چې پاک فوج خپلو کسانو ته هم سزا ورکړېده ۔
ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چې د نومبر سازش شا ته د سياسي دهشتګردۍ او نهمې مئي د تسلسل سوچ وو،انتشاري ډلې ځوان کول بے لارې کړېدي ۔
ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري اووئيل چې د نهمې مئي پيښو مقدمه د پاک فوج نۀ بلکه د اولس مقدمه ده،او دا چې فوجي عدالتونه د آئين او قانون مطابق دي، مجرمانو ته ئې د سزا عمل مکمل کړيدې ۔
د وفاقي حکومت او پي ټي آئي مذاکراتو په سوال په جواب کښې ډي جي آئي ايس پي آ ر اووئيل چې سياسي مذاکرات کول د سياسي جماعتونو کار دې، د خوشحالۍ خبره ده چې سياسي جماعتونو مذاکرات کوي ۔
ډي جي آئي ايس پي آر اووئيل چې يو فردِ واحد، د هغۀ سياست او د اقتدار خواهش د پاکستان نه بالاتر نۀ دې، پاک فوج لپاره ټول سياسي جماعتونه او رهنما قابلِ احترام دي ۔
ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري مخکښې اووئيل چې د پاک فوج هر سياسي حکومت سره سرکاري او پيشه ورانه تعلق وي ۔