جمعيت علماء اسلام د نوې منتخب شوې وزیراعلیٰ خېبرپښتونخوا سهيل آفريدي انتخاب په پيښور هائيکورټ کښې چيلنج کړې، درخواست کښې وئيلي شوي چې يو د وزیراعلیٰ استعفا منظور شوې نۀ ده نو د دوئم وزیراعلیٰ انتخاب څنګه کيديشي ۔
پيښور: د جے يو آئي مشر او صوبائي اسمبلۍ رکن مولانا لطف الرحمن طرف نه دائر درخواست کښې سپیکر بابر سیلم سواتي ، ګورنر فیصل کریم کنډي ، علي امین ګنډاپور ، نوې وزیر اعلی سهېل آفریدی او نور متعلقه کسان فریق جوړ کړې شويدي ۔
درخواست کښې موقف خپل کړې شوې چې ګورنر فیصل کریم کنډي د علی امین ګنډاپور استعفا نۀ ده منظور کړې، د یو وزیر اعلی په موجودګۍ کښې د دوئم وزیر اعلی لپاره انتخابات نشی کیدې، چی تيره ورځ کوم انتخاب شوې هغه غیر قانوني او غیر آئینې دې ۔
درخواست کښې د پیښور هائیکورټ نه خواست شوې چې د سهېل آفریدی بحثیت وزېر اعلی انتخاب دې کالعدم اوګرځولې شي ۔
په پیښور هائیکورټ کښې میډیا سره خبرو په وخت درخواستګزار مولانا لطف الرحمن اووئيل چې ګورنر فيصل کريم کنډي د د استعفا د تصدیق لپاره د اکتوبر په پنځلسمه نیټه علی امین ګنډاپور طلب کړې، د یو وزیر اعلی استعفا منظور شوې نۀ ده نو څنګه د نوې وزیر اعلی لپاره انتخاب کیدېشي ۔
هغوې وینا وه چې تيره ورځ د سهېل آفریدی شوې انتخاب غیر قانوني او غیر آئینې دېم د دې لپاره هغوې پیښور هائی کورټ ته رجوع کړې،د اسمبلۍ نه اپوزيشن د دې لپاره واک آؤټ کړې چې انتخاب غیرقانونی او غیرآئینې وو ۔