جماعت اسلامي د بجلۍ نرخونو خلاف يو وارې بيا ټول ملک کښې احتجاجي تحريک چلولو اعلان کړېدې، د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان وئيلي دي چې حکومت د بجلۍ نرخونه کمولو وعده نۀ ده پورا کړې،په دې معامله به د اوولسمې جنورۍ نه ټول ملک کښې احتجاج شروع کوؤ ۔
لاهور منصوره کښې ميډيا سره خبرو اترو په وخت د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان اووئيل چې زمونږ د دهرنو او احتجاج په نتيجه کښې آئي پي پيز سره حکومت مذاکرات کړي ، حکومت مطابق يونيم ارب روپے فائده شوې ولې بجلي نۀ ده ارزانه شوې ۔
جماعت اسلامي امير زياته کړې چې دوه زره اربه روپے قام نه د بجلۍ نۀ استعماليدو اخيستل کيږي ، غريبانانو نه پيسې اخيستې شي او د يو څو کسانو جيبونو ته ځي ، حکومت د آئي پي پيز مالکانو په آمدن ټيکس چهوټ هم ورکړې ، د ملک نه سرمايه دارانه نظام ختميدل پکار دي ۔
حافظ نعيم الرحمان د وزير اعظم نه سوالونه هم کړي ، سټاک ايکسچينج انډيکس بره تلو باوجود تيل ولې نه ارزانيږي ؟ ګرانۍ کښي کمي ولې نه راځي ؟ جماعت اسلامي امير وائي چې حکومتي خرچو کښې دري ويشت فيصده اضافه شوې او حکومت وائي چې حکومتي خرچو کښې ئې ډېر کمې راوستې دې ۔