نيويارک: وزيراعظم شهباز شريف دملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په وئيلي دي چې په غزه کښې روان ظلم غندنه کافي نه ده بلکه د دغه ظلم فوري بندولو لپاره نړۍ ته فوري ګامونه پورتي کول پکار دي ۔
وزيراعظم اووئيل چې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ ته د خپل خطاب آغاز د قرآن کریم د آیت سره شروع کړې او په فلسطین کښې ئې د اسرائیلو روان ظلمونه په سختو ټکو کښې غندلي دي ۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې غزه کښې اسرائيلي ظلمونو باندې نړۍ سترګې پټې کړې او صرف مذمت کوي، په غزه کښې روان ظلم غندنه کافي نه ده بلکه د دغه ظلم فوري بندولو لپاره نړۍ ته فوري ګامونه پورته کول پکار دي .
وزيراعظم اووئيل چې زمونږ زړونه فلسطينيانو سره تړلي دي، پاکستان به د فلسطينيانو هر قسمه مالي او سفارتي مرستې جاري ساتي .
وزيراعظم شهبازشريف غوښټنه کړې چې د فلسطين آزاد رياست دې جوړ کړې شي او د دې سرښار دې القدس اوګرځولې شي
وزيراعظم مخکښې اووئيل که چرې بهارت څه قسمه مهم جوئي اوکړۀ نو بهرپور جواب به ورکولې شي،منطقه کښې د امن په ځائې کيدو لپاره به بهارت ته مقبوضه کشمير يکطرفه اقدامات ختمول وي،کشميريانو باندې ظلومون باوجود د هغوي حوصلې اوس هم تازه دي .
د وزيراعظم وينا وه چې پاکستان کښې به عزم استحکام آپريشن سره د اولس په مرسته ترهه ګري ختمولې شي ،او د ترهه ګرو ټول عزام به ناکامه کولې شي .
وزيراعظم مطالبه کړې چې افغان عبوري حکومت دې افغانستان کښې موجود د ترهه ګرو ډلې ختمولو لپاره اقدامات پورته کړي او خپله زمکه پاکستان خلاف استعماليدو اجازت دې هيچا له نۀ ورکوي ۔