د حماس مشر اسماعیل هنیه په ایران کې په یوه قاتلانه حمله کې ووژل شو. د ایران د خبري اژانس د راپور له مخې د حماس مشر اسماعیل هنیه د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ. د عربي رسنیو په حواله، اسماعیل هنیه د یوه لارښود توغندي په وسیله په نښه شوی دی. له بلې خوا حماس د اسماعیل هنیه د وژل کیدو پخلی کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسماعیل هنیه د اسرائیلي اجنټانو له خوا په نښه شوی، بریدګرو هغه ودانۍ په نښه کړې، چې اسماعیل هنیه پکې اوسېده، په برید کې د اسماعیل هنیه ساتونکی هم وژل شوی، چې په وینا یې د اسماعیل هنیه د وژنې په اړه څېړنې روانې دي.
د يادونې وړ ده چې اسماعيل هنيه د حماس د سياسي څانګې مشر و، د غزې په جګړه کې د اسماعيل هنيه د کورنۍ لسګونه غړي شهيدان شوي دي او د اسماعيل هنيه وروڼو هم د دغه بريد پړه پر اسرائيلو اچولې ده.
د اسماعیل هنیه پیژندنه
اسماعیل هنیه په ۱۹۶۲ کال کې د غزې ښار په لویدیځ کې د شطي د مهاجرینو په کمپ کې زیږیدلی، په ۱۹۸۷ کال کې له اسلامي پوهنتون څخه په عربي ادبیاتو کې لېسانس ترلاسه کړی دی.
اسماعیل هنیه په ۱۹۸۸ کال کې د حماس د بنسټ ایښودونکي ځوان غړی و. په ۱۹۹۷ کال کې د حماس د روحاني مشر شیخ احمد یاسین شخصي سکرتر شو، چې په ۱۹۸۹ کال کې بیا ونیول شو په 1992 کې لبنان ته وشړل شو، او اسماعیل هنیه د اوسلو له تړون وروسته بل کال غزې ته راستون شو.
اسماعیل هنیه په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطیني ادارې لومړی وزیر شو، اسماعیل هنیه په ۲۰۱۷ کال کې د خالد مشعل پر ځای د حماس مشر وټاکل شو، ۶۲ کلن اسماعیل هنیه په ۱۹۸۰ کې له حماس سره یو ځای شو، اسماعیل هنیه څو ځله د سولې په خبرو کې برخه اخیستې ده. .