د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سوال پورته کړې چې آيا د صوبې د پښتنو د ټيکسونو پيسې صرف د پي ټي آئي کارکنانو لپاره دي، ډې چوک کښې پحق رسيدلې کارکنانو له له خو وزيراعلیٰ يو، يو کروړ روپې ورکولې شي ، ولې کرم کښې يو شمير کسانو پحق رسيدلي، د هغوي خو صوبائي حکومت تپوس هم نۀ دې کړې۔
مردان کښې يوې دستورې نه پس ميډېا سره خبرو پر مهال ګورنر خېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې ضلع کرم کښې خلق بے ګناه قتل کيږې او علي امين ګنډاپور د کرمې اوور مړې کولو په ځائې اسلام آباد باندې هر وخت د حملې کولو خبرې کوي ۔
هغه اووئيل چې ګورنر هاؤس کښې د امن و امان په خاطر مو آل پارټیز کانفرنس رابللې وو خو تحریک انصاف پکښې شرکت نۀ وو کړې، اے پي سي کښې یوولس نکات صرف د صوبې د پرمختګ لپاره وو،وزیراعلی سره د صوبې هیڅ فکر نیشته او هر وخت په اسلام آباد چړهائي کوي ۔
ګورنر فیصل کریم کنډي زیاته کړې چې بشریٰ بي بي او وزیراعلی خپلو کښي رشته دار دي خو عوام ځان سره غرق کوي ، د بارود اخستو په ځائۍ د صوبي حالت ټهیک کول لازمي دي ، په صوبه کښي صرف په نوم حکومت دے ۔
ګورنر زیاته مخکښې وئيلي چې په اسلام اباد چړهائي کولو نه مخکښې د خپل صوبې امن بحالول پکار دي ، آل پارټیز کانفرنس کښي د تحریک انصاف شمولیت نه کول دا واضحه کوي چي دوي سره د صوبې د عوامو هیځ فکر نیشته ۔