د امريکې او اسرائيلي حملو کښې ايراني سپريم ليډر آيت الله خامنه اي شهيد شوېدې ، د ايراني سرکاري ميډيا تصديق کړې چې سپريم ليډر شهيد شويدې، د سپريم ليډر په شهادت ايران کښې اووۀ ورځې تعطيل او څلويښت ورځې سوګ اعلان شوې ، دې نه وړاندې امريکې صدر ټرمپ او اسرائيلي وزير اعظم د آيت الله خامنه اي د وفات خبر ورکړې وو ، سپريم ليډر د مړي تصوير وړومبۍ ټرمپ ته ښودلې شوې ۔
تهران: ايراني سرکاري ميډيا مطابق آيت الله خامنه اي د خيالي په ورځ امريکي او اسرائيلي حملو کښي شهيد شوې ، سپريم ليډر شهادت د هغه دفتر کښې هاغه مهال شوې کله چې هغه دفتري کار کښي مشغول وو ۔
د آيت الله خامنه اي په شهادت ايران کښې اووۀ ورځې تعطيل او څلويښت ورځې سوګ اعلان شوې ، ايراني سرکاري ميډيا مطابق اسرائيلي او امريکائي حملو کښې د سپريم ليډر د لور ، نواسي او ځوم د شهادت تصديق هم شويدې ۔
دې نه وړابدې اسرائيلي ميډيا وئيلي وو چې سپريم ليډر د زمکې لاندې بنکر کښې موجود وو ، په کمپاونډ ديرش بمونه غورځولې شوي ، آيت الله خامنه اي سره د خپلو ملګرو حمله کښې شهيد شويدې ۔
دې نه وړاندې امريکې صدر ډونلډ ټرمپ او اسرائيلي وزير اعظم د آيت الله خامنه اي د وفات خبر ورکړې وو ، سپريم ليډر د مړي تصوير وړومبۍ ټرمپ ته ښودلې شوې وو ۔

