عالمي ميډيا رپورټس مطابق ايران په اسرائيل باندې کم نه کم څلور سوه پورې ميزائلې داغلي دي، د کوم ورستو چې مقبوضه بيت المقدس او تل ابيب کښې د خطرې ټلۍ ټنګولې شويدي ۔
اسرائيلي فوج هم د ايراني حملے تصديق کړې، او خپل ټول وګړو ته ئې محفوظ ځايونو ته د منتقل کيدو هدايات جاري کړي، اسرائيلي حکومت وئيلي چې چې د ايران هدف اسرائيلي دارالحکومت تل ابيب دے ۔
رپورټونو کښې وئيلي شوي چې ايرانې حملې سره تل ابيب کښې يو ودانې تباه شوې چې پکښې يو شمير کسانو ته مرګ ژوبل اوړيدله ده ۔
بلخوا پاسداران انقلاب وئيلي چې مونږ د اسماعيل هانيه او حسن نصرالله بدله اخستې ده، که چرې اسرائيل څه قسمه کاروائي اوکړه، نو بهرپور جواب به ورکولې شي ۔
اسرائيلي حکومت هم دهرخه ورکړې چې ايران ته به د حملې جواب ورکولې شي، دې ترڅنګ تل ابيب کښې د ډزو پيښه هم رامخي ته شوې چې پکښې اووه اسرائيلي وګړې وژلي شويدي ۔
اسرائيل باندې حملې نه پس د ايران بيلا بيلو برخو کښې ايرانيانو خوشحالۍ نمانځلي او د ايراني حکومت په اسرائيل حمله ئې ستائئله ده ۔