په ملکي معيشت کښې د کرائے بجلي ګهرو (آئي پي پيز) د تباهۍ په حواله ځيني سترګې غړونکي حقائق مخې ته راغلي دي ۔
د ذرائعو نه ترلاسه شوي معلوماتو ترمخه د کرائے بجلي ګهرو يعنې آئي پي پيز د بنګله ديش او ويتنام په مقابله کښې پاکستان کښې هم د دغۀ صلاحيت پلانټونه څلور چندا ظاهر کړي او اوور انوائسنګ ئې کړيدې ۔
پاکستان کښې د کوئلې ذخائرو باوجود آئي پي پيز د بجلۍ پيدا کولو لپاره په امپورټډ فيول يعني هائي سپيډ ډيزل او درآمدي کوئلې باندې انحصار کوي،او د دې اقداماتو لوجي ګرانه بجلي پيدا کولې شي ۔
بلخوا آئي پي پيز چې څومره فيول درآمد کړي دومره بجلي نۀ پيدا کوي او حکومت نه د اربونو روپو سبسډي هم ترلاسه کوي ۔
دې سره سره دې آئي پي پيز د پلانټس سنبالښت لپاره حکومت پاکستان نه په اربونو روپو وصولي هم کړې ولې په حقيقت کښې په سنباليدو باندې روپۍ کښې څلور آنے هم نه دي خرچ کړې شوي ۔
دزرائعو ترمخه د توانائۍ شعبې ماهرين وائي چې آئي پي پيز ته د غټو ادائيګيانو لوجې حکومت په نورو شعبو کښې سرمايه کارۍ کولو کښې د شديد مشکلات سره مخ دے ۔
بلخوا دې آئي پي پيز د خپل لګښت په مقابله کښې په سوونو چندا زياته منافع ګټلې ، ځکه په دې معاهدو دې نظر ثاني اوکړې شي ۔