د باجوړ چاؤدنې ژوبل شوي اووۀ کسان دپيښور لېډي ريډنګ هسپتال ته علاج لپاره رسولے شوي دي د پېښور ايل آرايچ ترجمان وئيلي دي چې ژوبل شوو کسانو کښي زياتره پوليس اهلکار شامل دي.
دپېښور ايل آرايچ ترجمان وئيلي دي چې ټولو ژوبل شوو کسانو ته په ايمرجنسي کښي دعلاج ټولې اسانۍ ورکولے کيږي او دي نه پس به نورعلاج لپاره وارډونو ته منتقل کولے شي
دايل آر ايچ ترجمان وئيلي دي چې دپېښور ايل آرايچ کښي دباجوړ چاؤدنې يو ژوبل وګړے هم په حق نۀ دے رسيدلے او داچې دهسپتال انتظاميه ژوبل شوو کسانو ته په بهترين علاج ورکولو کښي بوخته ده.