اسلام آباد: سپيکر ایاز صادق په مشرۍ کښې حکومتي او پی ټی آئی مذاکراتي کمېټۍ دويمه غونډه سر ته رسيدلې، چې پکښې دريمه غونډه رابللو باندې اتفاق شويدې ۔
دوئم اجلاس کښې هم پی ټې آئی تحريري چارټر آف ډيمانډ نۀ دې پيش کړې، پی ټې آئی مذاکراتي غونډه کښې وئيلي دي چې باني پي ټي آئي مذاکراتو اجازت راکړې او چارټر آف ډيمانډ به باني پي ټي آئي سره طے کيږي او راتلونکې اجلاس کښې به په تحريري توګه پيش کولې شي ۔
عمر ايوب اووئيل چې د تحريک انصاف په مطالباتو کښې باني پي ټي آئي پشمول ټول ګرفتار کارکنانو رهائي او نهمې مئي او شپږويشتم نومبر واقعاتو باندې جوډيشل کميشن جوړول شامل دي ۔
سپيکر ایاز صادق مزذاکراتو نه پس خبری غونډې ته وینا په وخت اووئيل چې اول هم ډير خوشګوار ماحول کښې مذاکرات شويدي او پی ټې آئی به چارټر آف ډيمانډ به مخکښې اجلاس کښې پيش کوي، انشاالله معاملات بهترۍ طرف ته روان دی، خپل مينځ کښی ګیلې شکوې هم شويدې او راتلونکې اجلاس هفته پس مقرر کړې شويدي ۔
اجلاس کښې پي ټي آئی لخوا اپوزيشن ليډر عمر ايوب، وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا علي آمين ګنډاپور ،اسد قیصر ،سلمان اکرم راجه، سينيټر راجه ناصر عباس،صاحبزاده حامد رضا شامل وو ۔
حکومتی مذاکراتي ټيم کښې ډپټی وزيراعظم اسحاق ډار، رناثناالله،عرفان صديقی،راجه پرويز اشرف ،نويد قمر،فاروق ستار، اعجاز الحق،خالدمګسی او عبدالعليم خان شامل وو ۔