ايپکس کميټۍ اجلاس دوران د عزم استحکام نوم راغلے وو ولي د آپريشن څه ذکر نه وو شوې، د وزيراعلي خېبرپختونخوا علي امين ګنډا پور بيان، وئيلي دي چي اجلاس کښي يو پاليسي جوړه شوي وه چي امن و امان قائم شي او ترهه ګرۍخاتمه اوشي، وزيراعلي اووئيل چي مونږ په ملک کښې بالکل امن غواړو، په نهمه مئي چي څه شوي وو،او چا کړي وو؟ د هغي هم پته لګول غواړي، علي امين ګنډا پور د ارمي چيف سره ملاقات متعلق خبرونه رد کړي، وئيلي چي داسي هيڅ قسمه ملاقات نه دے شوي.
وزيراعلي خيبرپختونخوا علي امين ګنډا پور اډياله جيل نه باهر ميډيا سره خبري کړيدي، وئيلي دي چي ايپکس کميټۍ اجلاس دوران د عزم استحکام نوم راغلے وو ولي د آپريشن څه ذکر نه وو شوې،
وزيراعلي علي امين ګنډا پور اووئيل چي اجلاس کښي يو پاليسي جوړه شوي وه چي امن و امان قائم شي او ترهه ګرۍخاتمه اوشي،او د دي پاليسي نه ما باني پي ټي آئي هم خبر کړے وو،
علي امين ګنډا پور اووئيل چي مونږ بالکل ملک کښې امن غواړو، په نهمه مئي څه شوي وو،او چا کړي وو، د هغي هم پته لګول غواړي، وزيراعلي اووئيل چي د ارمي چيف سره ئي هيڅ قسمه ملاقات نه دے شوي،
وزيراعلي خيبرپختونخوا د ګورنر فيصل کريم کنډي بياناتو په اوړه اووئيل چي د ګورنر دا کار نه دے چي هغه سياسي خبري اوکړي،