کراچۍ؛ پاکستان سټاک ايکسچينج کښې د تيزۍ سلسله برقراره ده، 100 انډيکس نوې بلند ترين د يو لک اوولس زره حد کراس کړې دې ۔
د کاروباري هفتې په دويمه ورځ سټاک مارکيټ کښې د کاروبار په اغاز منفي رجحان وو چې څه وخت بعد پکښې تيزې راغلې او هنډرډ انډکس اتۀ سوه اتۀ څلويښت پوائنټس اضافې سره د تاريخ اوچت کچ يو لک اووه زره نهه سوه شپږ نوي ته رسيدلې ۔
بلخوا انټر بينک کښې د ډالر د ګراؤټ ښکار شوې ، ډالر اووه پيسې ارزان شوې، چې ورسره انټر بينک کښي ډالر دوه سوه اته اوويا روپې، اوولس پيسې ته راکم شويدې ۔