لاهور: وزيراعلیٰ مريم نواز په پنجاب کښې د خپل چهت او خپل کور منصوبې پرانسته کړېده، دستورې په موقع د مسلم ليګ ن صدر او پخوانې وزيراعظم نوازشريف او نور متعلقه چارواکي هم موجود وو ۔
دستورې ته خپله وينا کښې ميا نوازشريف د پنجاب حکومت دغه منصوبه ستائلې او وئيلي چې دا منصوبه شروع کولو باندې مريم نواز ته اومبارکي وړاندې کوم،د اولس پيسه په اولس خرچ کول پکار دي، او دا منصوبه د دې بهترين مثال دې ۔
نوازشريف اووئيل چې پنځه اوويا کاله تيريدو باوجود نن هم خلق د کورونو نه محرومه دي،که عوامي نمائندګانو ته د کار کولو اجازت ورکړې شوې وې، نو نن به ملک کښې هيڅوک هم بے کوره نۀ وو،چې کله مې هم د ملک او د خلقو خدمت شروع کړې نو دوه يا درې کاله پس لرې کړې شوې يم ۔
پخواني وزيراعظم د خيبر پښتونخوا په حکومت او پي ټي آئي سختي نيوکي کړي،وائي چې خيبرپښتونخوا کښې تر اوسه پورې د روپۍ ترقياتي کار نه دې شوې،صرف چغې او نعرے وهي، دوي هيڅ کله نۀ غواړي چې ملک ترقي اوکړي،د دوي کار د ملک د ترقۍ مخه نيول دي ۔
نوازشريف وئيلي چې نه پوهيږم دا لاڅنګه سياسي جماعت دې،چې په اپوزيشن کښې وي نو هم احتجاجونه کوي او چې په حکومت کښې وي نو هم احتجاجونه،هغه سړے چې چغي به ئې وهلے وزيراعظم نوازشريف به زۀ د څټ نه رانيسم او د وزيراعظم هاؤس نه به ئې رابهر کوؤم، نن پخپله د جيل د تورو تمبو شاته دې ۔
نوازشريف اووئيل چې پښتونخوا کښې هيڅ هم نيشته،د صوبې هسپتالونه سهولتونو څخه خالي دي،اوخلق ئې علاج لپاره پنجاب ته راځي ۔
نوازشريف وئيلي چې دپښتونخوا نه پنجاب کښې احتجاج لپاره ځان سره د آنسو ګيس شيلز راوړي وو، آيا دوي پنجاب او پښتونخوايو بل سره جنګول غواړي ،خون خرابه کول غواړي، د دوي صرف يو کار دې چې ملک به ترقۍ ته نۀ پريږدي ۔
نوازشريف دا هم وئيلي چې جيل کښې ناست کس نه تپوس کول پکار دي چې خيبرپښتونخوا لپاره ئې څه کړي او عزائم ئې څه دي، تاسو پنجاب صوبې لپاره پښتونخوا کښې څه کړېدي،مونږ ته د پنځوس لکه کورو او ډيمونو حساب خو راکړۍ،ملک نه لوډشيډنګ او ترهه ګري مسلم ليګ ن ختم کړې،مونږ د آئي ايم ايف نه ځان خلاصولو ،ولې دوي بيا ملک ته راوستو ۔
دستورې ته خپل خطاب کښې مريم نواز شريف وئيلي چې د خيبر پښتونخوا خلقو لپاره زمونږ دروازې کولاؤ دي ،مونږ به پنجاب کښې هيچا له د اوور لګولو اجازت ورنکړو ،زۀ د خلقو خدمت لپاره راغلې يم، بدو ردو وئيلو ته نۀ يم راغلې ۔