بنو کښې يوځل بيا د وسله والو ډلو غړو په سړکونو کولاؤ ګشتونه شروع کړې، د ضلعې په مختلفو سیمو نه د وسله والو ډلو د غړو د ګشتونو ويډيو په سوشل میډیا وائرل شويدي ۔
ويډيو کښي ليدلي کيږې چې وسله وال د امارات اسلامي او کالعدم ټي ټي پي برغې او وسلي سره بازار کښې ګرځي او ځائي خلقو ته هدايت هم ورکوي ۔
د سوشل میډیا د لارې وائرل شوې یوه ويډيو کښي د بنو نورړ علاقې هويد بازار ياديږي، وسله وال د سپينې جهنډې سره ګرځي او خلقو ته هدايت جاري کوي ۔
دا تازه ويډيو په داسې وخت کښې مخې ته راغلې ده چي بنو کښې خلقو د امن لپاره اولسي پاڅون او دهرنې هم ورکړي ۔
په سوشل میډیا خورې شوي دې ويډيو په اړه ضلعي انتظاميې يا پوليس افسرانو څه قسمه دریځ مخې ته نۀ دې راغلې، بلخوا ځائې خلقو کښې د وسله والو په رڼا ورځ ګشتونو لوجې ويره ترهه خوره شوې ده ۔