صوابۍ کښې د پاکستان تحريک انصاف جلسه شوې چې پکښې مرکزي او صوبائي مشرانو ترڅنګ کارکنانو ګنږ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
جلسې دوران د پي ټي آئي يو کارکن د امريکې جهنډا هوا کښې خوزوله په کو م چې جلسه کښې موجود کارکنانو ترمينځ تاؤ تريخوالې رامخې ته شويدې ۔
پي ټي آئي کارکنانو د امريکې جهنډا راوړونکي کارکن ته بدې ردې وئيلي او بيا وروستو پوليس هغه کارکن نيولې او جلسې نه بهر نامعلومه ځائې ته منتقل کړيدې ۔
جلسې ته خپله وينا کښې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي چې دا ځل به داسې احتجاج کوؤ چې زمونږ ليډر عمران خان جيل نه آزاد شي، ترهغې به واپسي نۀ کوؤ ، تو څو چې عمران خان رها شوې نه وي ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې عمران خان به دې مياشت دوران د آخري کال اعلان کوي او بيا به ګنډ تعداد کښې احتجاج شروع کوؤ، کارکنان دې تياري شروع کړي، عمران خان به هر صورت کښې آزادولې شي ۔
د وزيراعلیٰ وينا وه چې آزادي د قربانۍ نه بغير نۀ ميلاويږي، اوس به مونږ له د عمران خان مشرۍ کېښ آزادي لپاره د سړکونو مخه کول وي، اوس به مونږ له وعده کول وي چې د عمران خان لپاره به هره قرباني ورکوؤ ۔
جلسې ته د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر خان، سيکريټري جنرل سلمان اکرم راجه،اسد قيصر او نورو مرکزي او صوبائي مشرانو هم خطاب کړېدې