چيرمين پي ټي ائي او شاه محمود قريشي خلاف د سائفر کيس سماعت، جج ابوالحسنات زوالقرنين د کيس سماعت کړي، عدالت د چيرمين پي ټي آئي او شاه محمود په جوډيشل ريمانډ کي لسم اکتوبر پوري توسيع کړي، جج ايف ائي اے ته هدايات ورکړي چي چالان زر تر زره جمع کړي۔
د سيکورټي وجوهات په وجه د سائفر کيس سماعت اټک جيل دننه شوي، د خصوصي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين اټک جيل ته تلي او هلته ي کيس اوريدلي، په دغي موقع د چيرمين پي ټي ائي وکيلان سلمان صفدر او عمير نيازي موجود وو، د ايف ائي اے قانوني ټيم هم عدالت کي پيش شوي ، مختصر سماعت نه پس عدالت د چيرمين پي ټي ائي په جوډيشل ريماند کي لسم اکتوبر پوري توسيع کړي، بلخؤا د شاه محمود قريشي خلاف د سائفر کيس سماعت جوډيشل کمپلکس کي شوي، عدالت د قريشي ريمانډ هم لسم اکتوبر پوري توسيع کړي۔