د آئي ايم ايف ايم ډي کرسټلينا جورجيويا په مشرې کښې د ايګزيکټو بورډ اجلاس شوېدې ۔
اجلاس کښې د پاکستان ايجنډا په اول نمبر وه،آئي ايم ايف ايګزيکټو بورډ اجلاس کښې د پاکستان لپاره اوو اربه ډالرو قرض پروګرام منظوري ورکړې شوېده ۔
د ايګزيکټو بورډ منظورې ورستو پاکستان ته ديرشم ستمبر پورې يو اعشاريه يو اربه ډالر وړومبې قسط ميلاويدو امکان دې، د قرض پروګرام دوئم قسط به هم راون کال کښې ميلاويږي ۔
سرچينې وائي چې د آئي ايم ايف قرض به پينځه فيصده نه کم شرح سود باندې ملاويږي، پاکستان لپاره د نوې قرض پروګرام اوو ديرش مياشتو باندې مشتمل دې ۔
تر دې وړاندې نيويارک کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي وو چې د آئي ايم ايف سخت شرائط پوره کړې شويدي، سعودي عرب، چين او متحده عرب اماراتو شکريه ادا کوؤم، د دوي تعاون نه بغير قرض پروګرام ممکن نه وو ۔
ياده دې وي چې پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځ جولائي کښې سټاف ليول لوظنامه شوې وه ۔