وفاقي وزيرخزانه محمد اورنګزيب وئيلي چې آئي ايم ايف په اصل آمدن ټيکس غواړي،کوم چې صحيح فيصله ده ،وائي چې اصل آمدن باندې ټيکس حاصلولو کوشش به کولےشي،دحکومت اخراجات، قرض او سود ادائيګي لويه خرچه ده، ترقياتي بجټ لپاره به پبلک پرائيويټ پارنټر شپ ته وده ورکولےشي،وزيرخزانه مطابق پنشن مد کښې هر کال زر اربه روپے ورکولے کيږي،نوے ملازمينو ته به رضاکارانه پنشن سکيم ورکولے شي
سيد نويد قمر په مشري کښې شوې د قامي اسمبلۍ قائمه کميټۍ اجلاس ته وزيرخزانه محمد اورنګزيب بريفنګ ورکړې ، وئيلي دي چې تير مالي کال دوران ټولي معاشي اشارے مثبت وې، زرمبادله ذخائر نهه ار ډالرز نه سيوا وو،وائي چې تير مالي کال ګرانۍ شرح کښې کمې شوي وو،کال دوه زره دريوشتم کښې د آئي ايم ايف پروګرام کښې د ځنډ لوجي کرنسي غير مستحکم شوې وه،
وزير خزانه اووئيل چي آئي ايم ايف پروګرام له وجې د نورو ادارو نه فنډز ميلاويدل شروع شوي دي،ټيکس ټو جي ډي پي به ديارلس فيصد ته رسولے شي،ځکه چي يو ملک هم په نهه فيصده ټيکس ټو جي ډي پي سطح نشي چليدے
وزيرخزانه زياته کړې چې زرعي انکم ټيکس باندې د صوبو خزانے وزيرانو مشکور يم ،مونږ له به ټول فائلر کول او ټيکس نيټ کښې رواستلے وي،وائي چي آئي ايم ايف اصل آمدن باندې ټيکس غواړي،کوم چي صحيح خبره ده،