پيښور کښې د بار کونسلز ايسوسي ايشن غونډې ته وينا کښې د خېبرپښتونخوا وزیر اعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې زه د پاکستان يو آزاد وګړې او آزاد انسان يم ۔
وزیر اعلیٰ اووئيل چې تاسو به ماته ځواب راکړي، که ځواب نه وي نو زه به خبرې هم کوم، تپوس به هم کوم، آواز به هم اوچتوم،ولې چپ به نۀ پاتې کيږم ۔
هغه اووئيل چې مونږ له چا نه انتقام نۀ دې اخستې او نه مو د يوې ادارې څخه د شخصي انتقام لپاره کار کړې ۔
هغه مخکښې اووئيل چې مونږ نه غواړو چې کرکه رامنځ ته کړو، ځکه چې دا هېواد ته زيان رسوي، مونږ د خپل حق، عدالت او رښتينې آزادۍ لپاره خبرې نه پرېږدۍ ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې ملکي قانون مونږ ته اجازت راکوي چې د خپلو حقونو دفاع وکړو۔
علي امین ګنډاپوراووئيل چې وکيلانو باندې د انصاف فراهمۍ تر ټولو لوئې ذمه واري عائد کيږې، هاغه قامونه ترقي او پرمختګ کوي چې چرته انصاف وي، معاشرې او خلق مطمئن او په سکون کښې وي ۔
هغه اووئيل چې بدقسمتۍ نه زمونږ ملک کښې د عدالتونو نظام ډېر ګډ وډ دې، کوم ته چې د ټهيک کولو سخت ضرورت دې، دې لړ کښې د وکيلانو ورونړو کردار ډير اهم دې ۔
وزیر اعلیٰ اووئيل چې ظلم کونکې حاکمانو خلاف آواز پورته کول جهاد دې، که زه داسې خبره کوم نو بيا وئيلي کيږې چې ګنې زۀ خلق راپاروم، نن خېبر پښتونخؤا کښې يو شمير چيلنجز دي، د دوي د غلطو پاليسو او اقداماتو لوجې زمونږ چيلنجز سره مخ دې ۔
هغه زياته کړې چې دوي د پښتنو کلتور تباه کړې، بهترين پوليس فورس باندې دوي داسې کارونه کړي کوم چې دغه پوليس والو نۀ کول غوښتل ۔
هغه مخکښې اووئيل چې صحافيان زما ورونړه دي، زما خلاف چې څه هم وائي نو خير دې، چې کله زه دا وائم چې دوي په کرپشن خبرې نۀ کوي نو بيا دوي ما پسې شي ۔
وزیر اعلیٰ وئيلي چې دوي داسې کارونه شروع کړي او وائي چې زه نن پنجاب،اسلام آباد او بلوچستان ته نشم تلې ،نو بيا راشۍ او ما ګرفتار کړې ۔
علي امين ګنډاپور دا هم وئيلي چې ماله دې افغانستان ته د وفد ليږلو اجازت راکړې شي، هغه زما ګاونډي هيواد دې، نن زما وينه بهيږي، ترڅو به زه دا برداشت کوم ۔
هغه اووئيل چې د يوې صوبې په حيث به زه افغانستان ته زم او خبره به ورسره کوم، خپلې مسئلې به ختموم، او ورسره به کښينم ۔