ډي جي آئي ايس پي آر ليفټننټ جنرل احمد شريف چودهري وئيلي دي چې پاکستان د خپل اندروني جدت او عالمي پارټنرانو پۀ ذريعه فوج مزيد مارډن جوړولو عزم لري، کۀ ټيکنالوجې اندروني وي او بيروني ددې ترلاسه کوؤلو لپاره تيار يو ۔
دا څرګندونې ډي آئي ايس پي آر ليفټننټ جنرل احمد شريف چودهرې بهر ملکي ميډيا سره د خبرو پر مهال کړې دي ۔
د پاک فوج ترجمان اووئيل چې پاکستان چرې هم د بهارت سره د وسلو په زغل کښې نۀ دې شامل شوې، او نۀ مونږ چرې حقائق نۀ دې پټ کړيدي ۔
ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري اووئيل چې معرکه حق کښې بهارت د پاکستان يوه الوتکه نه دۀ نسکور کړې ولې صدر ټرمپ د دې خبرې تصديق کړې چې پاکستان د بهارت اووه الوتکې راغورزولي دې ۔
د پاک فوج ترجمان وينا وه چې معرکه حق کښې د چين ساخته جے ټين سي رافيل طيارو بشمول د بهارت مختلف قسمه الوتکې راغورزولي دي ۔