دپيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې پي ټي آئي داسمبلۍ نه بهرتلو څخه منع کړي وو، دوي دا خبره نۀ وه منلي ،نو نن دوي پخپله هم زغمي او ټول ملک ئې هم برداشت کوي ۔
قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال بلاول زرداري اووئیل چې زمونږ کارونو ته په کتو به زمونږ ماشومان هم نۀ غواړي چې سیاست ته راشي ۔
بلاول بهټو ااووئيل چې نن د بده مرغه پاکستان کښې سياست يو کنځل جوړ کړې شويدي،مونږ ته خپلو ځوان کول ته روزګار ورکول دي، د ملک او قام مسئلې په شريکه ختمول دي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې نن وزيراعلیٰ د صوبې د خلقو مسئلې حل کولو په ځائې جلسې ته خطاب کښې ادارو ته او زناؤ ته بدې ردې وائي، په دې طريقه خو د مصوبې مسئلې نشي هواريدې ۔
بلاول بهټو اووئيل چې پي ټي آئي دې د عمران کيس لپاره جنګ کوي، خو اول دې ايوان کښې د خلقو مسئلو حل لپاره خپل کردار ادا کړي ، که چرې حکومت هم هاغه کارونه کوي ،کوم چې عمران خان کړې، نو بيا دوي کښې هيڅ فرق نۀ پاتې کيږي ۔
د پيپلز پارټۍ چيئرمين ايوان کښې تجويز وړاندې کړې چې يو داسې کميټي دې جوړه کړې شي چې دا ټولې مسئلې حل کړې، دې کميټۍ کښې دې د اپوزيشن اراکين هم شامل کړي شي، چې هغوي پرې هم اعتراض نۀ کوي ۔
اجلاس ته وينا کښې د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر علي اووئيل چې هاغه چابيانې چا سره دي، چې دروازې به پرې کهولاويدې ،زمونږ اراده وه چې شپږ بجې به جلسه ختموؤ، داسې خو د نړۍ يو ملک کښې هم نۀ کيږې چې د جلسې اجازت هم ورکړې شي او بيا ټولې لارې ورله هم بندې کړې شي ۔
په دې موقع وزير اطاعات عطا تارړ خپله وينا کښې اووئيل چې مونږ د اسد قيصر د سپيکر په حيث کردار هم ليدلې دې او دا ټول ايوان د هغې ګواه هم دې ، بيا هم ټول ايوان سپيکر اياز صادق سره کلک ولاړ دې ۔