کابل: امريکه کښې صدارتي ټاکنو دوران د ډونلډ ټرمپ کاميابۍ باندې د افغانستان عبوري حکومت ردعمل مخې ته راغلې دې ۔
د افغانستان بهرنو چارو وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي خپل ردعمل کښې وئيلي چې دوحه کښې د افغانستان او امريکې ترمينځ لوظنامه باندې د ډونلډ ټرمپ دور کښې لاس ليک شوې وو ۔ او بيا افغانستان باندې د شل کلونو قبضه هم ختم شوې وه ۔
د افغانستان خارجه وزارت ترجمان طمع څرګند کړې چې د امريکې نوې انتظاميه به حقيقت پسندانه ګامونه پورته کوي او دواړو ملکونو ترمينځ اړيکو کښې به واضحه پيشرفت کيږي ۔ چې ورسره به د افغانستان او امريکې ترمينځ دوه اړخيزه رابطو په رڼا کښې د يو نوې دور آغاز هم اوکړې شي ۔
عبدالقهار بلخي طمع څرګند کړې چې د ډونلډ ټرمپ به د منطقې، ټولې نړۍ او په خصوصي توګه غزه او لبنان کښې جاري جنګ ختميدو کښې تعميري کردار لوبوي ۔