د سرښار تاجر تنظيمونو لخوا دائر شوې درخواست باندې اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق فېصله جارى کړې او د ښار انتظاميې ته ئې هدايت کړې چې د امن وامان ټينګښت لپاره دې ټول ممکنه ګامونه پورته کړي ۔
فېصله کښې وئيلى شوى چې اسلام آباد انتظاميه دې د قانون خلاف پورته کيدونکى هر قسمه ګام مخه اونيسى او د عام اولس او کاروبار په لار کښې هيڅ قسمه خنډ رانشى ۔
عدالت خپله حکمنامه کښې وئيلي چې امن و امان برقرار ساتلو لپاره دې اسلام آباد انتظاميه د قانون مطابق ګامونه پورته کړي ۔
د عدالت حکمنامه کښې دا هم وئيلي شوي چې د انتظاميې ذمه واري ده چې د قانون د خلاف ورزي اجازت دې هيچا ته ورنکړې شي ۔
حکمنامې مطابق انتظاميه دې يقيني کړې چې د عام خلقو کاروبار کښې خنډان پيدا نشي، انتظاميه دې د قانون خلاف د دهرنې او احتجاج يا ريلي اجازت هيچا ته ورنکړې شي
ياده دې وى چې په څليريشتم نومبر د اتوار په ورځ پاکستان تحريک انصاف لخوا د سرښار اسلام اباد په ډى چوک کښې د احتجاجى دهرنې فېصله شوې د کوم پرزد چې د ښار تاجرانو او سول سوسائټۍ اسلام اباد هائيکورټ کښې درخواست جمع کړې وو
په دغه درخواست سماعت د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق په مشرې کښې خصوصى بينچ کړې چې ورته وزير داخله محسن نقوى هم وړاندې شوې وو ۔