د پیښور هائيکورټ جسټس شکیل احمد باندی مشتمل الیکشن ټریبونل په انتخابی عذرداریانو کښې د فریقنو حاضري باوری کولو لپاره اخباراتو کښې اشتهارات شائع کولو احکامات جاری کړی او موقف خپل کړی چی ددی بغیر حاضري نه باوری کړی کیږی
نن په الیکشن ټریبونل کښې د عوامی نیشنل ګوند صوبائی صدر میا افتخار حسین ، د پی ټی آئی پخوانی وزیر کامران بنګش ،ارباب جانداد ، محمد عاصم، ساجد نواز. ملک شهاب حسین او نور ناکام امیدوارانو لخوانه دائر کړی شوې انتخابی عذر داریانو سماعت شوې
عدالت ته ووئیلی شو چی د الیکشن ایکټ مطابق په انتخاباتي عذرداریانو باندی یوسل اتیا ورځو کښې دننه فیصلی ورکول لازمې وی تر دی دمه د فریقینو حاضري باوری نه کړی شوه
په دی باندی الیکشن ټریبونل په ورځو کښې دننه جواب طلب کړی او فریقین حاضري باوری کولو لپاره اخباراتو کښې اشتهارات ورکولو احکامات جاری کړی