د خيبرپښتونخواه وزيراعلي علي امين ګنډاپور په هداياتو د هنګو په دريو فيډرو باندي لوډشيډنګ کم کړے شوے او د بجلۍ غلا کونکو په ضد سخت آپريشن شروع کړے شوي.
په دې حوالے سره د هنګو ډپټي کمشنر حیدر حسین خبری غونډی په موقع وئيلي چې د صوبايي حکومت د حکم له مخې د هنګو دوآبه زرګري او توغسرائے په دریو فيډرو باندې دولس ګهنټے د بجلۍ سپلائي شروع شوے هغوي زیاته کړه چې په کومو کورونو د بجلۍ بل بقایاجات وې هغه کښې چې زیات بل جمع کوی نو هغوي ته به زیات ریلیف ورکولی شی، او کوم چې نوې بل راځی او هغه به هم جمع کوی، نو دي سره به په بجلۍ لوډشیډ نګ کښې کمی راشي ،او عوام ته به ریلیف هم ميلاو شې او هنګو کښې د بجلۍ غلا کونکو خلاف اپرېشن کښې واپډا محکمې اهلکارو سره ضلعي انتظامیه پولیس په شریکه اپریش شروع کړي شوې دي، ډپټی کمشنر حیدر حسین زیاته کړه چې بجلۍ غلا کونکو خلاف به سخت نه سخته کاروائي کولې شې.