د افغان طالبانو مشر هيبت الله اخوندزاده د مولانا فضل الرحمان په مشرې کښې وفد سره نه ميلاويدو انکشاف ، ذرائعو مطابق د طالبانو امير هيبت الله اخوند د مولانا فضل الرحمان سره ملاقات نه انکار کړيدے او زياته کړيده چي دمختلفو وجوهاتو لوجي ملاقات نشم کولے.
د مولانا فضل الرحمان په مشرې کښې پاکستاني وفد افغانستان ته تلے، چرته چې مولانافضل الرحمان د افغان طالبانو مختلف مشرانو سره ملاقاتونه کړي، ذرائع مطابق پاکستاني وفد د طالبانو امير سره هم ليده کاته غوښتل، ولې د طالبانو مشر دفتر د ملاقات پيشکش مسترد کړيدے، ذرائع دا هم وائي چې وزير خارجه امير خان متقي مولانا فضل الرحمان ته د هيبت الله دفتر دورې مشوره ورکړې وه، ولې هلته نه ورته منفي جواب ميلاؤ شوے او وئيلي دي چې هغه دې وزيراعظم سره ليده کاته اوکړي