پيښور: ګورنر خېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي پيښور سي ايم ايچ ته تلې او هلته ئې د کرم ژوبل ډي جاويد الله محسود عيادت کړېدې ۔
په دې موقع ګورنر خېبرپښتونخوا سره نور چارواکي او د سي ايم ايچ عسکري مشران هم موجود وو ۔
ګورنر فيصل کريم کنډي د ژوبل شوې ډي سي او نور اهلکارانو د زر صحت يابۍ طمع څرګند کړې او دوي لپاره ئې د هر قسمه طبي سهولياتو فراهمۍ هدايات هم کړېدي ۔
ګورنر فيصل کريم کنډي دغه حملې دوران ژوبل شوي نور اهلکارانو سره هم ميلاؤ شوې او د هغوي خيريت ئې هم معلوم کړېدې ۔
ګورنر سره د پاکستان پيپلز پارټۍ صوبائي صدر سيد محمد علي شاه باچه هم د ژوبلو کسانو تپوس پوښتنه کړېده ۔