د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وايي عمران خان له حکومته د این آر او غوښتنه کوي خو نه یې ترلاسه کوي.
په صوابۍ کې د پيپلز ګوند د مشر بلال شېرپاو په کور کې ميډيا سره په خبرو کې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وويل چې د پي ټي آئي باني د حکومت نه د اين آر او غوښتنه کوي خو حکومت به دوي ته اين آر او نه ورکوي د دوي د مقدمو فيصله کول پکار دي .
هغه زیاته کړه چې دا د مولانا فضل الرحمان بریا ده چې اسد قیصر د هغه په دروازه کې ښکاري. د عدم اعتماد تحريک په اړه د پښتونخوا ګورنر وويل پيپلز پارټۍ به د عدم اعتماد په تحريک کې د پي ټي آئي ملاتړ نه کوي، مسلم ليګ ن سره زمونږ اتحاد مضبوط دى.