د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي جمرود کښې د کالعدم پي ټي ايم جرګې د ځائې دوره کړې او د سيکيورټي او نورو انتظاماتو جاج ئې اخستې دې ۔
په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي ته د جرګې د سيکيورټي او نورو انتظاماتو په اړه بريفنګ ورکړې شوېدې ۔
ګورنرمتعلقه چارواکو ته د امن و امان په ځائې ساتلو او اولس حفاظت يقيني کولو هدايت کړېدې ۔
دې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپورهم د ضلع خېبر کښې د جرګې د ځائې دوره کړيده ۔
وزيراعلی د جرګې د انعقاد سيکورټي او نورو انتظاماتو جاج اخستې ، وزيراعلی د جرګې شرکا لپاره د اوبو ، عارضي واش رومز،رنړا، ميډيکل کيمپس پشمول د نورو بنيادي ضرورياتو انتظام کولو هدايات جاري کړيدې ۔
ګورنر فيصل کريم کنډي او وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره دورې پر مهال متعلقه ډويژنل او ډسټرکټ انتظامي چارواکو او پوليس افسران هم موجود وو ۔
وزيراعلی ته هم متعلقه چارواکو لخوا د جرګې سيکورټي او نور انتظاماتو پحقله بريفنګ ورکړې شوېدې ۔
وزيراعلی انتظاميې ته هدايت جاري کړي چې جرګې لپاره دې ټول ممکن سهوليات په ترجيحي بنيادونو ورکړې شي ۔
وزيراعلی د جرګې ګډونوالو لپاره په سمدستي توګه د پنځه زره کمبلو ورکولو اعلان هم کړېدې ۔