پاکستان کښې د نوې کال دوه زره پينځه ويشتم نمر د نوي اميدونو سره سيره وهلې ده ، د ملک مختلفو ښارونو کښې د نوې کال جشن نمانځلې شوې دې ۔
کراچۍ ، لاهور ، اسلام آباد او پيښور کښې د نوې کال هرکلې آتش بازۍ سره شوې ، خېبر نيټ ورک لخوا قام ته د نوې کال اومبارکي وړاندې کوي ۔
د نوې کال دوه زره پينځه ويشتم آغاز نوې اميدونو او عزم سره شوېدې ، د شپي دولس بجو کيدو سره سم د پاکستان لوئې وړو ښارونو کښې خونده وره آتشبازي شوې ، ميوزيکل پروګرامونو انعقاد شوې ، قام اميد څرګند کړې چې نوې کال به د ملک د پر مختګ او خوشحالۍ زيرې راوړي ۔
ګورنر هاوس کراچۍ کښې د ريکارډ جوړولو لپاره د آتش بازي مظاهره شوې چې پکښې په ګنړ شمير خلقو ګډون کړې ، د کراچۍ په سي ويو هم نوې کال ته تود هر کلې شوېدې ۔
لاهور ، اسلام آباد او پيښور پشمول د ملک نورو ښارونو کښې هم د نوې کال په راتګ خوشحالۍ نمانځلې شويدي ۔
صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهبازشريف ټول قام ته د نوې کال راتلو باندې اومبارکي ورکړې او عزم ئې څرګند کړې چې نوې کال به د ملک د خوشحالۍ او سوکالۍ سبب جوړ شي ۔