د پاک فوج ترجماني ادارې آئي ايس پي آر مطابق چئيرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ جنرل ساحر شمشاد مرزا د عراق دوره کړې چرته چې ئې د د عراق وزيراعظم، وزيردفاع ، وزير داخله او آرمي چيف سره ملاقات کړې ۔
دغه دوران باهمي دلچسپۍ په امورو ، د سيمې سيکيورټۍ په صورتحال او دفاعي تعاون پشمول په نورو مهمو چارو غور شويدې ۔
په دغۀ موقع عراقي قيادت د پاکستان مسلح فوجونو د پيشه ورانه مهارت ستائنه کړې او ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې ئې د پاک فوج د ځوانانو قربانۍ هم ستائيلې دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق جنرل شمشاد مرزا ته هيډ کوارټر ته په رسيدو عراقي مسلح افواج ګارډ آف آرنر وړاندې کړې دې ۔