د پيښور سيمه بډه بيره کښې سيکيورټې فورسز د ترهه ګرو خلاف آپريشن کړې، ډزو تبادله کښې هائي ويليو ترهه ګر کمانډر سميع الله عرف شينائے بشمول څلور ترهه ګر وژلې شويدي، بلخوا د ډي آئي خان سيمه کلاچي کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن شوې، آپريشن دوران لانس نائيک محمد اعجاز خان شهيد شوې.
آئي ايس پي آر وائي چې بډه بير کښې د ترهه ګرو موجودګې خفيه اطلاع باندې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو خلاف آپريشن کړې، آپريشن دوران د سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو خلاف سختو ډزو تبادله شوې چې پکې څلور ترهه ګر وژلې شوي.
آئي ايس پي آر مطابق وژلې شوي ترهه ګر قانون نافذ کونکو ادارو ته مطلوب وو، ترهه ګرو نه درنه وسله او ګوله بارود هم برآمد کړې شويدي.
بلخوا د ډي آئي خان سيمه کلاچي کښې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو خلاف انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړې، سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمنځ ډزو تبادله کښې لانس نائيک محمد اعجاز خان شهيد شوې